
Organizer: Noor Gul Shafaq, Mr.Javid Orbal and Mr.Hamayoon Hewad
Contact: noor_gul_shafaq@yahoo.com
Date and Time: Saturday, September 24 at 2:30 PM – 5:30
/ کتابښار، کابل افغانستانLocation: Kitab Shar, Kabul Afghanistan
راتلوونکې شنبه په ټوله نړۍ کې سل زره شاعران، لیکوالان او هنرمندان د سولې، پخلاینې، ورورګلوۍ او د مثبت بدلون لپاره سره راټوليږي، چې افغان شاعران، لیکوالان او هنرمندان به هم دغه ورځ بدرګه کوي، خو یو توپير به دغه وي چې موږ به د شنبې نه بلکې د جمعې په ورځ چې د افغان ادبي بهیر اوونيزې غونډې کيږي، دغه ورځ ورسره بدرګه کړو. نو هیله کوم که د چا له وسه تګ کیږي، د بهیر په دغه غونډه کې دې ګډون وکړي.
غونډه به له معمول سره سمه تر سره کیږي، کوم ځانګړی بدلون به نه لري.
دغه فرصت (ایونټ) د همدې لپاره جوړ شوی دی، نو که ملګري مو ورته رابلل… 🙂
ځای: کتابښار، کابل
درناوی
شفق